پېښور۔ 02 اکتوبر (اے پی پی) په خېبر پښونخوا كښې د 5 كلونو په مهال مېرمنو او ماشومانو سره د جنسي ځورنې 1122 كېسونه رپورټ شوې دي۔ د صوبائي داخله څانګې دستاوېزات له مخې په كال 2019 كښې 259، 2020 كښې 299، 2021 كښې 125، 2022 كښې 365 او 2023 كښې تر دې دمه 74 رېپ کېسونه رپورټ شوي۔ د تېرو 5 كلونو په مهال تر دې دمه د 581 …
په خېبر پښونخوا كښې د 5 كلونو په مهال مېرمنو او ماشومانو سره د جنسي ځورنې 1122 كېسونه رپورټ شول

مزید خبریں
پېښور۔ 02 اکتوبر (اے پی پی) په خېبر پښونخوا كښې د 5 كلونو په مهال مېرمنو او ماشومانو سره د جنسي ځورنې 1122 كېسونه رپورټ شوې دي۔ د صوبائي داخله څانګې دستاوېزات له مخې په كال 2019 كښې 259، 2020 كښې 299، 2021 كښې 125، 2022 كښې 365 او 2023 كښې تر دې دمه 74 رېپ کېسونه رپورټ شوي۔ د تېرو 5 كلونو په مهال تر دې دمه د 581 تورونو په ضد په عدالتونو كښې مقدمې چلولې شوي په هغي كښې 494 بري شوي او يواځې 87 كسان سزا شوې دي۔ د ماشومانو په رېپ كېسونو كښې ككړو تورنو كښې 153 بري شوي او يواځې 64 ته سزا وركړې شوې ۔ دغسې مېرمنو سره په جسني ځورنو كښې د ككړو 341 تورنو جرم ثابت نه كړے شو او يواځې 23 مجرمانو ته سزا وركړې شوه۔ د رېپ تورنو ته د سزا وركولو شرح 14.97فیصد پاتې شوې۔ په دستاوېزات كښې وئيلې شوي چې د جنسی ځورنو تورنو ته د سزا وركولو شرح 6.31 فیصد او د ماشومانو رېب كېسونو كښې ككړو ته د سزا شوو شرح 29.49 فیصد ده۔ د ماشومانو په رېپ كېسونو كښې 14 مجرمانو ته په 2019 كښې ،12 ته په 2020 كښې، 22 ته په 2021 كښې، 11 ته په 2022 او 5 ته په 2023 سزا وركړې شوې۔ دغسې مېرمنو سره په جنسي ځورنو كښې ككړو مجرمانو كښې 3 ته په 2019 كښې، 6 ته په 2020 كښې، 7 ته په 2021 كښې او 7 ته په 2022 كښې سزا وركړې شوې۔ په كال 2023 كښی تر دې دمه كوم مجرم له سزا نه ده وركړې شوې۔ د ماشومانو او مېرمنو حقونو لپاره كار كونكي سماجي كاركن عمران ټكر ووئيل په خېبر پښتونخوا كښې د رېپ کېسونو شمېره د رپورټ شوو كېسونو په مقابل كښې لس چنده زياته ده خو د عزت او په ټولنه كښې د خلقو د رويې د لاسه كېسونه نه رامخې ته كېږي۔ د مېرمنو حقونو تحفظ لپاره كاركونكې د عورت فاؤنډېشن كاركن صائمې ووئيل پوليس ته د نه رپورټ شوو رېپ كېسونو اصل شمېره ډېره زياته ده خو خلق دا ګني چی د دې ډول كېسونو رپورټ كولو سره به په ټولنه كښی د هغوي عزت ختم شي۔ دغسې د رېپ تورنو سزا شرح هم د نشت برابر ده ځكه خلق د رېپ په څير سنګين جرم پټوي










