کوئټه 30 ستمبر (اے پي پي) مستونګ كښې د 12 ربیع الاول په جلوس كښې شوې ځانمرګي چاؤدنې مقدمه درج شوې ده۔د جمعې په ورځ ځانمرګي چاؤدنه كښې د پولیس افسر پشمول 53 كسان مړھ او ګڼ شمير ژوبل شوې ؤ۔ربیع الاول په جلوس كښې شوې ځانمرګي چاؤدنې مقدمه د نامعلومو بريد كونكو په ضد د کوئټې د ترهه ګرۍ مخنيوي محکمې (سی ټی ډی ) تھاټے كښې درج کړې …
مستونګ كښې د 12 ربیع الاول په جلوس كښې شوې ځانمرګي چاؤدنې مقدمه درج شوه

مزید خبریں
کوئټه 30 ستمبر (اے پي پي) مستونګ كښې د 12 ربیع الاول په جلوس كښې شوې ځانمرګي چاؤدنې مقدمه درج شوې ده۔د جمعې په ورځ ځانمرګي چاؤدنه كښې د پولیس افسر پشمول 53 كسان مړھ او ګڼ شمير ژوبل شوې ؤ۔ربیع الاول په جلوس كښې شوې ځانمرګي چاؤدنې مقدمه د نامعلومو بريد كونكو په ضد د کوئټې د ترهه ګرۍ مخنيوي محکمې (سی ټی ډی ) تھاټے كښې درج کړې شوي، مقدمه د قتل، اقدام قتل، ترهه ګرۍ او ایکسپلوسیو ایکټ ترمخه درج كړې شوي۔د سی ټی ډی وياند له مخې د ځانمرګي چاؤدنې پلټنې روانې دي۔بلخوا مستونګ ځانمرګي بريد په ضد بلوچستان كښې د درې ورځو غم لمانځلے كېږي،د غم لمانځلو اعلان حکومت بلوچستان كړې دې ۔ د غم په ورځ د بلوچستان اسمبلۍ، وزیر اعلیٰ هاؤس، ګورنر هاؤس، بلوچستان هائی کورټ پشمول په سركاري ودانو قامي بيرغ ټيټ دې۔










