کوئټه 28 ستمبر (اے پي پي) د پاك ایران شريك بارډر يوه ورځنۍ غونډه د ایران سرحدی ښار میر جاوا كښې وشوه چې پكښې د شريك بزنس، میر جاوا تفتان بارډر مسئلو پشمول په نور کاروباری ګاړو او د وګړو تګ راتګ ، د کاروبار حد زياتولو او د ټرافك په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاکستان کسټم سپرنټنډنټ وياند ډاکټر عطا بریچ له مخې په غونډه كښې د پاکستان …
د پاك ایران شريك بارډر يوه ورځنۍ غونډه،شريك تجارت او اد تګ راتګ خصوصی جاج واخستلے شو

مزید خبریں
کوئټه 28 ستمبر (اے پي پي) د پاك ایران شريك بارډر يوه ورځنۍ غونډه د ایران سرحدی ښار میر جاوا كښې وشوه چې پكښې د شريك بزنس، میر جاوا تفتان بارډر مسئلو پشمول په نور کاروباری ګاړو او د وګړو تګ راتګ ، د کاروبار حد زياتولو او د ټرافك په مسئلو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د پاکستان کسټم سپرنټنډنټ وياند ډاکټر عطا بریچ له مخې په غونډه كښې د پاکستان نمائندګی چیف کلیکټر کسټمز بلوچستان عبدالقادر میمن كوله۔د دې يوه ورځنۍ غوندې په مهال پاك ایران بزنس، میر جاوا تفتان بارډر مسئلو پشمول نور کاروباری ګاړو او د وګړو تګ راتګ ، د کاروبار حد زياتولو او ټرافك په مسئلو تفصیلی ناسته شوې۔د ایران سیستان٬ بلوچستان او د پاکستانی بلوچستان ترمينځه تجارت په اړه په ترجیحی بنیادونو هم خبرې اترې وشوې دې سره سره د ریلوے، بینکینګ ،ټرانسپورټ، امیګریشن، ویزه، ایکسپورټ او امپورټ په اړه هم خبري وشوې ۔په غونډه كښې کلیکټر کسټمز اپریزمنټ تفتان نوید اقبال، ډپټی کلیکټر عثمان عزیز او سپرنټنډنټ احد درانی پشمول د پاکستان د اړخه هغه ټولو ادارو كوم چې بزنس ، بارډر، قامی سلامتیا، ټریډ، ټرانسپورټیشن، بینکینګ سیکټر، امیګریشن ،وزارت خارجه نمائندګانو او بزنس کمیونټی سره تعلق لرلو كسانو ګډون وكړو۔د ایران پلاوي مشري جاوید حیدری ډائریکټر جنرل آف ټرانزټ، اینډ انټرنیشنل ټرانسپورټ ډیپارټمنټ اینډ وزارت روډز او اربن ډیویلپمنټ كوله ۔ ده د ورورو او ګاونډي هېواد پاکستان پلاوي هركلے وكړو او هيله ئې څرګنده چې دا غونډه به سيمي او په خاص توګه دواړه اړخه کاروباري حضرات لپاره ګته وره وي۔










