کوئټه۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د توان وزارت (پاور ډویژن) په خصوصي هدايت د کوئټه الېکټرک سپلائی کمپنۍ (کیسکو) لخوا په ګرده صوبه كښې په ټولو آپرېشن سركلز كښې د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد او نادهندګانو څخه د بقاياجاتو وصولۍ لپاره د كارروائيو لړۍ د اتوار په ورځ هم روانه پاتې شوه۔ د اتوار په ورځ په شهباز ټاون فېز ټو الحمد سوسائټی كښې يو صارف د برېښنا …
د كېسكو كارروايۍ ٬ 7 برېښنا غلا كوؤنكي ګرفتار ٬ د 14 په ضد قانوني خواستونه جمع ٬ د 168 نادهندګانو كنكشنز قطع او 6 ټرانسفرمرز كوز كړې شول

مزید خبریں
کوئټه۔ 24 ستمبر (اے پی پی) د توان وزارت (پاور ډویژن) په خصوصي هدايت د کوئټه الېکټرک سپلائی کمپنۍ (کیسکو) لخوا په ګرده صوبه كښې په ټولو آپرېشن سركلز كښې د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد او نادهندګانو څخه د بقاياجاتو وصولۍ لپاره د كارروائيو لړۍ د اتوار په ورځ هم روانه پاتې شوه۔ د اتوار په ورځ په شهباز ټاون فېز ټو الحمد سوسائټی كښې يو صارف د برېښنا غلا كولو په مهال ګرفتار كړے شو۔ دغسې په آرچر روډ په 8 کمرشل کنکشنز د برېښنا غلا روانه وه په كومو چې 8 لكه روپۍ جرمانه ولګولې شوه۔ په فاروقیه ټاون كښې يو ټيوب وېل د كوم ميټر نه غېر روان وو د هغې مالك ګرفتار كړے شو۔ په مري كښې د يوې پلازې مالك د بریښنا غلا كښې د ككړ پاتے كېدو له امله ګرفتار كړے شو۔ په نوا کلی كښې 4 او كچلاك كښې 14 كسان د برېښنا په غلا كولو ګرفتار كړې شول او د دوئي په ضد هم قانوني كارروايۍ كولو له خواستونه جمع كړې شول۔ په جناح ټاون ایئر پورټ روډ 8 شنټ كړې شوي ميټرونه كوز كړې شول او 3 لكه روپۍ جرمانه ولګولې شوه۔ په لورالائی، قلعه ، ژوب او هرنائی سيمو كښې د نادهندګانو 6 ټرانسفارمرز كوز كړې شول۔ دې نه ځانله د 39 نادهندګانو كنكشنز لرې كړې شول٬ د جرمانې په مد كښې 7 نيم لكه روپۍ هم ترلاسه كړې شوې۔ د پشین، چمن او ګلستان په بېلو سيمو كښې 67 کنکشنز لرې او د جرمانې په مد كښې 4 لكه 20 زره روپۍ هم وصلو كړې شوې۔ د پنجګور، تربت او ګوادر په سيمو كښې د برېښنا بلونو په نه ادا كولو د 22 كورني او كمرشل نادهنده صارفينو كنكشنز لرې كړې شول ٬ دغسې د خضدار ، مستونګ، کانک او سوراب په سيمو كښې هم د 26 ټرانسفارمرز جمپرز قطع كړې شول۔










