محمد شهباز شريف او مريم نواز د لاهور څخه لندن ته روان شو

لاهور 21 ستمبر (اے پي پي)پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ(ن)صدر محمد شهباز شريف او د پارټۍ سينئر نائب صدره او چيف آرګنائزر مريم نواز د جلا جلا پروازونو د لارې د زيارت په ورځ د لاهور څخه لندن ته روان شو۔د پارټۍ وياند له مخې(نن)د جمعې په ورځ د محمد شهباز شريف د محمد نواز شريف سره د مهم ملاقات امكان دې چې پكښې د محمد نواز شريف د …

لاهور 21 ستمبر (اے پي پي)پخواني وزيراعظم او د مسلم ليګ(ن)صدر محمد شهباز شريف او د پارټۍ سينئر نائب صدره او چيف آرګنائزر مريم نواز د جلا جلا پروازونو د لارې د زيارت په ورځ د لاهور څخه لندن ته روان شو۔د پارټۍ وياند له مخې(نن)د جمعې په ورځ د محمد شهباز شريف د محمد نواز شريف سره د مهم ملاقات امكان دې چې پكښې د محمد نواز شريف د اكتوبر په 21مه نېټه هېواد ته بېرته راتللو او د ټاكنو تيارو پشمول په نورو چارو مشاورت كېږي۔د مسلم ليګ(ن)د اطلاعاتو سېكترې مريم اورنګزېب ووئيل چې محمد شهباز شريف د پارټۍ مشر محمد نواز شريف په بلنه لندن ته تلې دې٬هغه به په لندن كښې محمد نواز شريف سره مشاورت كوي او ډېر زر به هېواد ته راستون شي۔د يادونې وړ ده چې محمد شهباز شريف په پاكستان كښې د دوه ورځې قيام نه پس بيا لندن ته روان شو٬پخواني وزيراعظم په لندن كښې يوه مياشت قيام وو۔د دې نه علاوه د پارټۍ سينئر نائب صدره او چيف آرګنائزر مريم نواز هم د زيارت په ورځ سهار لندن لپاره روانه شوې٬مريم نواز به د دبئي د لارې لندن ته رسي او هلته به يوه اونۍ قيام كوي۔د مسلم ليګ(ن)چيف آرګنائزر مريم نواز شريف د خپلې استوګنې جاتي امرا څخه لاهور علامه اقبال انټرنېشنل هوائي مېدان ته ورسېده چرته څخه چې هغه د دبئي د لارې برتانيې ته روانه شوه٬مريم نواز شريف سره كشره لور هم ده

مزید خبریں