د بلوچستان د اطلاعات محکمه ځوانانو لپاره ډيجټل میډیا ټریننګ برابروي ، د اطلاعاتو نګران صوبائی وزیر

کوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو نګران صوبائی وزیر جان اچکزئی وئيلي دي چې د بلوچستان د اطلاعات محکمه د نجی څانګې په اشتراك د ځوانانو لپاره د ډيجټل میډیا ټریننګ اهتمام کوي۔ د نګران صوبائی وزیر له مخې د ټریننګ پروګرام په وړومبي پړاؤ كښې به 30 زده كونكې شاملولې شي، ټاكلي شويو زده كونكو له به د آئی ټی ټیکنالوجی ،ای کامرس ،ایمیزون، ډیجیټل مارکیټنګ او …

کوئټه 19 ستمبر (اے پي پي) د اطلاعاتو نګران صوبائی وزیر جان اچکزئی وئيلي دي چې د بلوچستان د اطلاعات محکمه د نجی څانګې په اشتراك د ځوانانو لپاره د ډيجټل میډیا ټریننګ اهتمام کوي۔ د نګران صوبائی وزیر له مخې د ټریننګ پروګرام په وړومبي پړاؤ كښې به 30 زده كونكې شاملولې شي، ټاكلي شويو زده كونكو له به د آئی ټی ټیکنالوجی ،ای کامرس ،ایمیزون، ډیجیټل مارکیټنګ او سوشل میډیا مارکیټنګ پشمول د نورو اړوندو چارو ټریننګ وركولې شي۔ جان اچکزئی وئيلي چې د پروګرام مقصد د بلوچستان ځوانان د انفارمېشن ټیکنالوجی په اړه په بشپړه ډول خبرول دي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې د بلوچستان صلاحیت لرونكي ځوانان به د دې تربیې د لارې د باوقاره روزګاره ترلاسه كولو جوګه ګولې شي

مزید خبریں