پېښور ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) په پېښور كښې د غېر ملكي كرنسۍ قاچاق او د دې په غېر قانوني توګه د اخستو او خرڅولو په ضد روانه كارروايۍ كښې نور 519 كسان نيولې شوي او په ضد يۍ مقدمې درج كړې شوي دي۔ د اېف آئي اے وياند لمخې اېف آئي اے په خېبر پښتونخوا كښې 1 دسمبر 2021 څخه تر 10 ستمبر 2023 د فارن اېکسچېنج آپرېټرز …
پيښور ٬ د غير ملكي كرنسۍ قاچاق او د بريښنا غلا كوؤنكو په ضد كارروائي ٬ 519 كسان ونيولې شوو

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) په پېښور كښې د غېر ملكي كرنسۍ قاچاق او د دې په غېر قانوني توګه د اخستو او خرڅولو په ضد روانه كارروايۍ كښې نور 519 كسان نيولې شوي او په ضد يۍ مقدمې درج كړې شوي دي۔ د اېف آئي اے وياند لمخې اېف آئي اے په خېبر پښتونخوا كښې 1 دسمبر 2021 څخه تر 10 ستمبر 2023 د فارن اېکسچېنج آپرېټرز په ضد كارروائي وكړه٬ په دې مهال په مجموعي توګه 440 چھاپې ووهلې شوې ٬ 519 كسان ونيولې شوو٬ 44 دکانونه سېل كړې شول او 440 اېف آئی آرز وكړې شول۔ د سركاري چارواكو له مخې په ګرده صوبه كښې د غنمو ، کوکنګ آئل او غوړوه خوندي كولو او ددې د قاچاق په ضد هم كارروايۍ روانې دي۔ تر دې دمه د غنمو 88000 بورۍ ، 90 زره لیټرز کوکنګ آئل او غواړي درآمد كړې شوي او قبضه كښې اخستلې شوي دي۔ د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد په صوبه كښې 518 چھاپې ووهلې شوې٬ 1000 غیر قانونی كنډې لرې كړې شوې٬ د 40 لكه روپو بقاياجات وصول كړې شول٬ د برېښنا غلا حوالې سره بشپړه ډېټا به دوه اونۍ كښې رامخې ته شي۔










