پېښور ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د پيډو لادې د 162 مېګاواټ مجموعي استعداد لرونكې د پن برېښنا 7 منصوبې بشپړ كړې شوي دي كومو څخه چې د كال د اربونو روپو آمدن ترلاسه كېږي او نورې 5 منصوبو حتمي پړاؤنو څخه تېرېږي چې ورسره به په مجموعي توګه 216 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شي۔ د خېبر پښتونخوا د توان څنګې چارواكو لمخې د پېډو لاندې منصوبو كښې د …
د پيډو لاندې د 162 ميګاواټ مجموعي استعداد لرونكې د پن بريښنا 7 منصوبې بشپړ كړې شوي دي٬ د كے پي كے د توان څانګه

مزید خبریں
پېښور ۔ 16 ستمبر (اے پی پی) د پيډو لادې د 162 مېګاواټ مجموعي استعداد لرونكې د پن برېښنا 7 منصوبې بشپړ كړې شوي دي كومو څخه چې د كال د اربونو روپو آمدن ترلاسه كېږي او نورې 5 منصوبو حتمي پړاؤنو څخه تېرېږي چې ورسره به په مجموعي توګه 216 مېګاواټ برېښنا پېدا كړې شي۔ د خېبر پښتونخوا د توان څنګې چارواكو لمخې د پېډو لاندې منصوبو كښې د 84 مېګاواټ ګورکن مټلتان هائیډروپاور پراجېکټ، 69 میګاواټ لاوی،40 میګاواټ کوټو،11 میګاواټ کروړہ او د 10میګاواټ جبوړی هائیډروپاورپراجېکټ شامل دے۔ دې سره سره په 13.5 مېګاواټ چپړی چار خیل او 6.9 میګاواټ مجاحدین هائیډرو پاور پراجېکټس هم پېشرفت روان دے۔ د آسيائي پرمختيائي بېنك په مرسته د صوبې په تر ټولو لويې 300 مېګاواټ بالاكوټ هائيډرو پاور پراجېكټ كار پېل كړې شوې دې ٬ دغسې د نړيوال بېنك په مرسته په د 88 مېګاواټ په ګبرال کالام او 157 میګاواټ مدین هائیډرو پاور پراجېكټ هم عملي كار روان دے۔ ده ووئيل د صوبې بندوبستی ضلعو كښې 8000 سکولونه ، 187 بی ایچ یوز او 4000 جوماتونه سولر سسټم ته اړولې شوي دي۔ دغسې په ضم شويو ضلعو كښې 300 جوماتونه او نورې عبادتخانې او 100 كلي هم سولر ته اړولې شوي دي۔ دې سره سره سره په ضم شويو ضلعو كښې د سكولونو په سولرائزېشن ٬ بندوبستي ضلعو كښې د 7000 جوماتو او عبادتخانو شمسي توان ته د اړولو په منصوبو هم كار روان دے۔ ده ووئيل پيډو بزنس او فنانشل پلان ترتيب كړې دې د كوم لاندې به چې په راروانو 8 كلونو كښې 2200 ارزانه برېښنا پېدا كول شي۔ د پيډو لاندې د نجي څانګې په مرسته د 12 مېګاواټ په نورو منصوبو هم كار روان دے چې ورسره به د صوبې د معيشت پرمختګ لپاره مثبت پېشرفت ممكن شي۔ د خېبر پښتونخوا توان څانګې چارواكو لمخې پيډو په صوبه كښې د ارزانې برېښنا پېدا كولو له تندۍ سره كار كوي۔ د پيډو په مرسته د پېدا كړې شوې برېښنا د لارې تر دې دمه 47 اربه څخه د زياتو روپو آمدن ترلاسه شوې دې او هڅه ده چې دا آمدن زياتولو سره د صبوې او هېواد معيشت مستحكم كړے شي۔










