جېکب آباد۔ 12 ستمبر (اے پی پی) په جېکب آباد كښې د حساس ادارو د اهلكارو لخوا د یوریا سرې ٬ چينو او غنمو قاچاق په ضد كرېك ډاؤن پېل كړے شوے دے۔ په دې لړ كښې په کوئټه ، کراچي قومي ستره لاره سندھ بلوچستان سرحدي پوستې ته نزدې شوې يوه كارروايۍ كښې د یوریا سرې ٬ چينو او غنمو څخه د ډكو ټركونو بلوچستان ته د سمګل كېدو …
په جيكب آباد كښې كريك ډاؤن ٬ د يوريا ٬ چينو او غنمو قاچاق ناكامه كړې شو

مزید خبریں
جېکب آباد۔ 12 ستمبر (اے پی پی) په جېکب آباد كښې د حساس ادارو د اهلكارو لخوا د یوریا سرې ٬ چينو او غنمو قاچاق په ضد كرېك ډاؤن پېل كړے شوے دے۔ په دې لړ كښې په کوئټه ، کراچي قومي ستره لاره سندھ بلوچستان سرحدي پوستې ته نزدې شوې يوه كارروايۍ كښې د یوریا سرې ٬ چينو او غنمو څخه د ډكو ټركونو بلوچستان ته د سمګل كېدو هڅه ناكامه كړې شوه۔ پوليس په درځنونو ګاډي اودرولو سره خپل تحويل كښې اخستې دي۔ د دې ټركونو د لارې سامان سندھ څخه د بلوچستان په لاره افغانستان ته سمګل كولې شو۔










