قصور۔11ستمبر (اے پی پی) اېس ای سرکل واپډا قصور جمشید زمان وئيلي دي د نګران وزيراعظم په خصوصي هدايت په ټوله ضلعه كښې د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد سخت كرېك ډاؤن جاري دے او د تېرو 5 ورځو په مهال 119 رجسټرډ اېف آئی آرز درج كړې شول په كومو كښې چې نزدې 60 كسان نيولې شوي دي۔ د برېښنا په غلام كښې ككړ وګړو څخه 5 لکه 76 زره یونټس چارج كړې شوي دي چې ماليت يۍ نزدې 2 کروړه 31 لکه 89 زره روپۍ جوړېږي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده په خپل آفس كښې د ملاقات په مهال اے پي پي سره خبرو كښی وكړه۔ جمشید زمان ووئيل په ټوله ضلعه كښې د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد سخته كارروائي كولې شي٬ چا سره به رعايت كولې نه شي٬ د برېښنا غلا كښې ككړ به نيولې شي۔ ده ووئيل د برېښنا غلا كوؤنكو په ضد كرېك ډاؤن شدت سره روان دے۔ ده ووئيل د برېښنا غلا كوؤنكي دې خپله قبله سمه كړي۔