کوئټه۔07 ستمبر(اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچكزئي وئيلي دي چې په چترال بارډر پاك افغان پولې ته نزدې د ترهګرۍ رامخې ته شوې پېښه د افسوس وړ ده۔ ده ووئيل د ترهګرۍ دې پېښې سخته غندنه كوؤ۔ د زيارت په ورځ دې ځايې څخه په جاري شوي بيان كښې نګران صوبائي وزير ووئيل په چترال كښې پاك افغان پولې ته نزدې په پوستو د …
د هېواد سلامتيا او بقا د شهيدانو قربانيو سره تړلې ده٬ قام د خپلو مېړنو ځامنو ترڅنګ ولاړ دے ٬ د اطلاعاتو صوبائي وزير

مزید خبریں
کوئټه۔07 ستمبر(اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران صوبائي وزير جان اچكزئي وئيلي دي چې په چترال بارډر پاك افغان پولې ته نزدې د ترهګرۍ رامخې ته شوې پېښه د افسوس وړ ده۔ ده ووئيل د ترهګرۍ دې پېښې سخته غندنه كوؤ۔ د زيارت په ورځ دې ځايې څخه په جاري شوي بيان كښې نګران صوبائي وزير ووئيل په چترال كښې پاك افغان پولې ته نزدې په پوستو د بريد په نتيجه كښې د څلور پوځي ځوانانو په شهادت راته زيات خفګان رسېدلے دے۔ ده ووئيل د فوري ځوابي كارروايۍ په نتيجه كښې د 12 ترهګرو د وژل كېدو اطلاعات ترلاسه شوي دي۔ ده ووئيل ځوانانو زړورتيا سره د دښمن مقابله وكړه او د قام سترګې يۍ پورته كړې۔ ده ووئيل د شهيدانو وينه به بې ځايه نه ځي٬ مونږ خپلو اتلانو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده ووئيل د هېواد سلامتيا او بقا د شهيدانو قربانيو سره تړلې ده٬ قام د خپلو مېړنو ځامنو ترڅنګ ولاړ دے٬ د غم په دې سخت وخت كښې مونږ غمجنيو كورنيو سره ولاړ يؤ٬ دوئي سره غمرازي كوؤ او د شهيدانو لوړو درجو له لاس په دعا يؤ۔










