د ځوانانو د تخليقي صلاحيتونو پياوړتيا له به ټول وسائل كارولې شي٬ جمال شاه

لاہور۔27 اګست(اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير جمال شاه وئيلي دي چې د اولس د هيلو له مخې به كار كوؤ ٬ كوچنيان به قومي ژبې پلو راغب كوؤ٬ ماشومانو له به په وېب سائټ په ټولو ژبو كښې كلتوري ورثه معارفي كوؤ۔ د اتوار په ورځ په ايوان اقبال كښې ميډيا سره خبرو كښی ده ووئيل نوي كول ته به د قامي اتلانو او د …

لاہور۔27 اګست(اے پی پی) د قومي ورثې او كلتور وفاقي وزير جمال شاه وئيلي دي چې د اولس د هيلو له مخې به كار كوؤ ٬ كوچنيان به قومي ژبې پلو راغب كوؤ٬ ماشومانو له به په وېب سائټ په ټولو ژبو كښې كلتوري ورثه معارفي كوؤ۔ د اتوار په ورځ په ايوان اقبال كښې ميډيا سره خبرو كښی ده ووئيل نوي كول ته به د قامي اتلانو او د څلورو واړو صوبو كلتور په اړه معلومات وركوؤ۔ ده ووئيل د ځوانانو تخليقي صلاحيتونو لا پياوړتيا له به ټول وسائل كارولې شي۔ د ځوانانو سباؤن لپاره به ټولو صنعتونو سره په ګډه كار كوؤ۔ ده ووئيل ماته چې د كوم وزارت ذمه وارۍ راكړې شوي دي زه پرې خوشحاله يمه ٬ په لنډه موده كښې به د يو ښه نګران په توګه كار كوم۔ ده ووئيل په روانه وضعه كښې به ټولو له د قومي تشخص پياوړتيا له په ګډه كار كول وي۔ ده ووئيل په اسلام آباد كښې مو د فوك ادب كسانو ته بلنه وركړې ده۔ دوئي څخه به كيسۍ اخستلې او دا به د وېډيوز ٬ آډيوز او كتابونو په شكل كښې كوچينانو ته وړاندې كولې شي۔ ده ووئيل په وفاقي كابينه كښې هغه شخصيات موجود دي كوم به چې د اولس خېر ښېګړې له كار وكړي۔ د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كه د آئين په ضد كوم كار كېږي د هغې برخه به كله هم جوړ نه شم۔

مزید خبریں