کوئټه۔ 27 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچكزئي د نګران داخله وزير سېنېټر سرفراز بګټی د هیډکوارټرز اېف سی بلوچستان (نارت) کوئټه دورې ستائنه كولو سره وئيلي دي په حقيقت كښې اېف سی بلوچستان صوبه كښې امن په ځايې كولو له بلها قربانۍ وركړې دي او د بلوچستان اولس خذمت لپاره ټولې ممكنه هڅې كوي۔ حكومت په بلوچستان كښې د امنيت په ځايې ساتلو …
حكومت په بلوچستان كښې د امنيت په ځايې ساتلو كښې د ايف سي د ځوانانو د قربانيو اعتراف كوي ٬ د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير

مزید خبریں
کوئټه۔ 27 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچكزئي د نګران داخله وزير سېنېټر سرفراز بګټی د هیډکوارټرز اېف سی بلوچستان (نارت) کوئټه دورې ستائنه كولو سره وئيلي دي په حقيقت كښې اېف سی بلوچستان صوبه كښې امن په ځايې كولو له بلها قربانۍ وركړې دي او د بلوچستان اولس خذمت لپاره ټولې ممكنه هڅې كوي۔ حكومت په بلوچستان كښې د امنيت په ځايې ساتلو كښې د اېف سي د ځوانانو د قربانيو اعتراف كوي او مونږ د اېف سي هېډ كوارټرز په دوره كولو د نګران داخله وزير مننه كوؤ۔ ده د سماجي رابطې په وېب سائټ ټويټر خپل يو بيان كښې ووئيل دې دورې سره د اېف ځوانانو حوصلې مضبوطې شوي دي۔ ده ووئيل حكومت د بلوچستان اېف سي ځوانانو او د دوئي د زړه ورې مشرتابه سره ولاړ دے۔ د اېف سي بلوچستان شهيدانو ته سلام وړاندې كوي د كومو په قربانيو چې په بلوچستان كښې امنيت په ځايې شوے دے۔










