پیښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په 21 ضلعو كښې په ضمني بلدياتي ټاكنو د پولنګ عمل پېل شوے دے۔ د سركاري چارواكو له مخې د اتوار په ورځ سهار 8 د پولنګ عمل پېل شو كوم به چې د كومې دمې نه غېر د ماښام تر 5 بجو دوام لري۔ د كے پي كے په پېښور ، نوښار ، چارسدہ، خیبر، مردان، کوهاټ، بنوں، لکی …
د خيبر پښتونخوا په 21 ضلعو كښې د ضمني بلدياتي ټاكنو د پولنګ عمل پيل شو

مزید خبریں
پیښور ۔ 27 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا په 21 ضلعو كښې په ضمني بلدياتي ټاكنو د پولنګ عمل پېل شوے دے۔ د سركاري چارواكو له مخې د اتوار په ورځ سهار 8 د پولنګ عمل پېل شو كوم به چې د كومې دمې نه غېر د ماښام تر 5 بجو دوام لري۔ د كے پي كے په پېښور ، نوښار ، چارسدہ، خیبر، مردان، کوهاټ، بنوں، لکی مروت، ډی آئی خان، ټانک، ایبټ آباد، هری پور، مانسهرہ، بټ ګرام، تورغر، سوات، شانګله، مالاکنډ، دیر اپر، دیر لوئر او باجوړ ضلعو كښې د پولنګ عمل روان دے۔ ضمني ټاكنو لپاره 256 پولنګ سټېشنونه جوړ كړې شوي دي۔ په مجموعي توګه 3 لکه 85 زره 8 سو 35 ووټران به د ووټ خپل حق كاروي۔ په 256 پولنګ سټیشنونو كښې 159 تر ټولو زيات حساس او 84 حساس ګرځولې شوي دي۔










