د ترهګرۍ په ضد جنګ لپاره د ترلاسه شوي فنډز دې خصوصي آډټ وكړې شي٬ د خيبرپښتونخوا حكومت وفاق ته خط

پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د خېبرپختونخوا نګران حکومت وفاقی حکومت ته د آډیټر جنرل آف پاکستان د لارې صوبې ته د ترهګرۍ په ضد د جنګ په مد كښې د ترلاسه شوي فنډز خاص اډټ كولو خواست كړے۔ د خېبر پښتونخوا د خزانې څانګې په دې لړ كښې وفاقي حكومت ته چيټۍ ليكلې ده۔ په چيټۍ كښې ليكلې شوي دي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې …

پېښور ۔ 26 اګست (اے پی پی) د خېبرپختونخوا نګران حکومت وفاقی حکومت ته د آډیټر جنرل آف پاکستان د لارې صوبې ته د ترهګرۍ په ضد د جنګ په مد كښې د ترلاسه شوي فنډز خاص اډټ كولو خواست كړے۔ د خېبر پښتونخوا د خزانې څانګې په دې لړ كښې وفاقي حكومت ته چيټۍ ليكلې ده۔ په چيټۍ كښې ليكلې شوي دي چې د ترهګرۍ په ضد جنګ كښې دې د خېبر پښتونخوا خرڅونه معلوم كړې شي او آډټ ډله دې د خرڅونو د اثراتو درك هم ولګوي۔ خېبرپښتونخوا ته د ترهګرۍ په ضد د جنګ مد كښې هر كال د وېش وړ محاصيلو يو فيصد ترلاسه كېږي۔ د پي ټي آئي په تېر دور كښې صوبې ته د ترهګرۍ په ضد د جنګ مد كښې 415 اربه روپۍ وركړې شوې وې۔ پخواني وزيراعظم شهباز شريف د پاكستان تحريك انصاف په دور كښې خېبر پښتونخوا ته د ترلاسه شويو 415 اربه روپو خاص آډټ كولو په حاجت زور راوړے وو۔

مزید خبریں