د خيبر پښتونخوا نګران اعلی وزير د بټګرام چیئر لفټ ريسکیو آپريشن په كاميابۍ د پاك پوځ او ريسكيو ادارو ستائنه

پېشور ۔ 23 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران اعلی وزير محمد اعظم خان د بټګرام چیئر لفټ ریسکیو آپرېشن كاميابۍ سره په بشپړ كېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په چیئر لفټ كښې نښتې ټول كسان حفاظت سره راويستلې شوي دي او په دې مونږ پاك پوځ او رېسكيو ادارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده په خپل بيان كښې د ټولو وګړو …

پېشور ۔ 23 اګست (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا نګران اعلی وزير محمد اعظم خان د بټګرام چیئر لفټ ریسکیو آپرېشن كاميابۍ سره په بشپړ كېدو د خوشحالۍ څرګندونه كولو سره وئيلي دي چې په چیئر لفټ كښې نښتې ټول كسان حفاظت سره راويستلې شوي دي او په دې مونږ پاك پوځ او رېسكيو ادارو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كوؤ۔ ده په خپل بيان كښې د ټولو وګړو كورنيو ته مباركي وركړه۔ وزیر اعلی ووئيل پاك پوځ او رېسكيو ادارې سره سره ځايي خلقو او انتظاميې هم د دې آپرېش په كامياب جوړولو كښې مهم كردار ترسره كړو د كوم چې ستائنه كوؤ۔ ده ووئيل د خېبر پښتونخوا چيف سېكتر ندیم اسلم چوهدری په مشرۍ كښې انتظاميې د غوره كاركردګۍ څرګندونه وكړه او د پاك پروردګار په فضل او بيا د حكومت په وخت د پورته كړې ګامونو په نتيجه كښې 8 قيمتي ځانونه بچ كړې شول

مزید خبریں