د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچکزي په بټګرام کښې په كامياب ريسکيو اپريشن د پاک پوځ ستاينه

کوئټه۔ 23 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچکزي په بټګرام کښې په كامياب ريسکيو اپريشن د پاک پوځ ستاينه کړې ده۔ هغه د آپرېشن په كاميابۍ د انتظاميې ٬ اولس او د پاك پوځ زړه ورو ځوانانو مننه وكړه كومو چې ثابت قدم پاتې كېدو سره دا مشن سر ته ورسولو۔ ده په خپل بيان كښې ووئيل چې د بټګرام رسېكيو آپرېشن كامياب پاتے …

کوئټه۔ 23 اګست (اے پی پی) د بلوچستان د اطلاعاتو نګران وزير جان اچکزي په بټګرام کښې په كامياب ريسکيو اپريشن د پاک پوځ ستاينه کړې ده۔ هغه د آپرېشن په كاميابۍ د انتظاميې ٬ اولس او د پاك پوځ زړه ورو ځوانانو مننه وكړه كومو چې ثابت قدم پاتې كېدو سره دا مشن سر ته ورسولو۔ ده په خپل بيان كښې ووئيل چې د بټګرام رسېكيو آپرېشن كامياب پاتے شو۔ ده ووئيل د پاك پوځ اعلی مشرتابه په خاص توګه د پوځ سرلښكر ته مباركي وركول غواړؤ۔ ده د ځايې كسانو د مرستې هم ستائنه وكړه۔ ده ووئيل ځايي انتظاميې او د بټګرام اولس په وخت او فعاله هڅې كولو سره د دې آپرېشن په كاميابۍ كښې مهم كردار ترسره كړو۔ ده ووئيل د بلوچستان حكومت هېواد ترهګرۍ او نورو خطرو څخه د ساتلو په هڅو كښې وسله والو ځواكونو سره د هر ډول مرستې كولو عزم لري۔

مزید خبریں