کراچۍ۔ 22 اګست (اے پی پی) د سندھر ګورنر كامران خان ټېسوري سره د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاك سعودي اړيكو ٬ د عازمين حج او عمرې زائرينو په مسئلو ٬ د دې حل له په پورته كېدونكو ګامونو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ كامران خان ټېسوري …
د سندھ ګورنر سره د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير ملاقات

مزید خبریں
کراچۍ۔ 22 اګست (اے پی پی) د سندھر ګورنر كامران خان ټېسوري سره د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير ډاكټر توفيق بن فوزان الربيعه په ګورنر هاؤس كښې ملاقات وكړو۔ په ملاقات كښې په پاك سعودي اړيكو ٬ د عازمين حج او عمرې زائرينو په مسئلو ٬ د دې حل له په پورته كېدونكو ګامونو او د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ كامران خان ټېسوري كراچۍ ته په راتللو د سعودي عربستان د حج او عمرې وزير مننه و كړه۔ ده ووئيل په سندھ صوبه كښې به مونږ سعودي سرمايه كارو ته هركلې وايؤ۔ ده زياته كړه چې سعودي سرمايه كارو ته به هر ډول ممكنه آسانۍ وركولې شي۔











