د بلوچستان نګران وزيراعلٰی سره د پلاويو ملاقات

كوئټه 21 اګست (اے پی پی)د بلوچستان نګران وزيراعلٰی مير علي مردان خان ډومكي سره د لسبيله ضلعې٬حب٬ سبي او نورو سيمو څخه راغلې پلاويو جلا جلا ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې پلاويو نګران وزيراعلٰی ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د خپلو سيمو ستونزو څخه خبرولو سره يۍ ده ته د دې د هوارولو خواست وكړو۔ په دې نګران وزيراعلٰی پلاويو ته د دوي د مسئلو حل كولو باور …

كوئټه 21 اګست (اے پی پی)د بلوچستان نګران وزيراعلٰی مير علي مردان خان ډومكي سره د لسبيله ضلعې٬حب٬ سبي او نورو سيمو څخه راغلې پلاويو جلا جلا ملاقات وكړو۔په ملاقات كښې پلاويو نګران وزيراعلٰی ته په چوكۍ سنبهالولو مباركي وركړه او د خپلو سيمو ستونزو څخه خبرولو سره يۍ ده ته د دې د هوارولو خواست وكړو۔ په دې نګران وزيراعلٰی پلاويو ته د دوي د مسئلو حل كولو باور وركولو سره ووئيل چې د برېښنا٬ قامي سترو لارو او نورو مسئلو څخه وزيراعظم انوار الحق كاكړ خبرولې شي دغسې چې د دې مسئلو حل ممكن شي۔ده ووئيل چې زمونږ ترجيح ده چې په صوبه كښې د امن او امان صورتحال په ځاې وساتلې شي او د خپل مينډېټ له مخې داسې اقدامات وكړو چې په اجتماعي توګه د اولس په ګټه كښې وي۔

مزید خبریں