پېښور 17 اګست (اے پي پي) يوه بله بهرنۍ مېرمن خپلې مينې دير ته راورسوله۔ ٬ 54 كلنه امريكنۍ مېرمن د كوز دير اسنبړ سيمې سره تعلق لرونكي پروفېسر ډاکټر عباس سره واده لپاره رارسېدلې ده۔ د ځائي پوليس له مخې امريكنۍ مېرمن د اېن او سي نه لرلو له امله كوز دير ته داخلېدو څخه ايساره كړې شوې ده كومه چې په وقتي توګه د مالاكنډ ضلعې په يو نجي هوټل كښې پاتې كېږي۔ د پوليس له مخې د پروفېسر ډاکټر عباس او امريكنۍ مېرمن ترمينځه ملګرتيا دوه كاله وړاندې د فېس بك دلارې پېل شوې وه۔ پروفېسر ډاكټر عباس چائنه څخه پي اېچ ډي كړې او عمر ئې 32 كاله دے٬ دې هم امريكنۍ مېرمن سره واده كولو كښې خوښي لري۔ د يادونې وړ ده چې د دې نه وړاندې انجو نومې نجلۍ هند څخه بر دير ته رارسېدلې وه كومې چې اسلام قبول كړې ٬ خپله نامه يۍ فاطمه كېښودلې او نصرالله نومې خپل محبوب سره يۍ نكاح كړې ده۔