پېښور ٬ تر عاشورې ورځې د خېبر پښتونخوا د روغتونونو عملې رخصتۍ منسوخ كړې شوې

پېښور ۔ 26 جولائی (اے پی پی) د خېبر پښتونخوا د روغتيا صلاحكار ډاكټر رياض انور وئيلي دي چې د امنيت له امله تر عاشورې ورځې د خېبر پښتونخوا د روغتونونو عملې رخصتۍ منسوخ كړې شوې دي۔ ده ووئيل طبي عمله دې د عاشورې تر پايې رسېدو خپله حاضري باوري كولو سره عزادارانو لپاره هر ډول طبي آسانۍ په وخت برابر كړي۔ ده ووئيل په دې كښې په غفلت كولو به قانوني كارروائي كولې شي۔ ده ووئيل زه به خپله د صوبې د ټولو روغتونونو د انتظاماتو څارنه كوم