کوئټه۔ 25 جولائی(اے پی پی) د بلوچستان د خزانې څانګې كمشنرز او ډپټي كمشنرز ته د سختو بارانونو د لاسه رامخې ته كېدونكې خطر نظر كښې نيولو سره په بېړني صورتحال قابو موندلو او د اولس په وخت مرسته كولو له ډيزاسټر مېنجمنټ فنډ جاري كړو۔ د بلوچستان اعلی وزير هدايت كړے چې ټولې ادارې او انتظاميه دې د چيف سېكتر لخوا د جاري كړې شوي ګائيډ لائن له مخې اولس سره هر ډول ممكنه مرسته وكړي۔ ده ووئيل د اولس د ځان او مال حفاظت لومړۍ ترجيح ده په كومه كښی به چې هېڅ كمي زغملې نه شي۔ دغسې فنډز دې په سپېځلي ډول وكارولې شي۔ وزیراعلی د بلوچستان چيف سېكرټري ته هدايت وكړو چې هغه د ټولو اړوندو ضلعو دوره وكړي او دغسې ټول سېكرټريز دې هم د بارانونو د لاسه ستونزو سره د مخ كېدونكو ضلعو دورې كولو سره د صورتحال جاج واخلي۔ ده ووئيل کمشنرز، ډپټی کمشنرز او نور ضلعي چارواكي بايد فيلډ كښې په نظر راشي۔