په خېبر پښتونخوا كښې د اوسنيو بارانونو او د لېنډ سلائيډنګ پېښو په نتيجه كښی 9 كسان مړه ٬ 8 ژوبل

پېښور ۔ 24 جولائی (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د تېرو دوه ورځو په مهال د شويو بارانونو او د لېنډ سلائيډنګ پېښو په نتيجه كښی 9 كسان مړه او 8 ژوبل شوي دي۔ د پي ډي اېم اے رپورټ له مخې تر دې دمه د ترلاسه شوې اطلاع له مخې په ګرده صوبه كښې د سېلاب او بارانونو د لاسه 78 كورونو ته جزوي زيان رسېدلې او 9 په بشپړه توګه ويجاړ شوي دي۔ د خېبر پښتونخوا ريليف سېكتر عبدالباسط ټولو ډپټي كمشنرانو ته په صوبه كښې د بارانونو د لاسه ژوبل شويو او د وفات شويو كسانو كورنيو ته د مرستې چېكونو وركولو هدايت كړې دې۔ د ريليف څانګې وياند له مخې د صوبائي حكومت په هدايت د بارانونو او سېلابونو دلاسه ځپلې شويو ضلعو لپاره 60 ملينه روپۍ جاري كړې شوي دي۔ د سېکتر عبدالباسط له مخې چترال اپر او چترال لوئر لپاره دوه دوه كروړه او بنو او شانګله لپاره يو يو كروړ روپۍ جاري كړې شوي دي۔ د چترال اپر او چترال لوئر ځپيليو كورنيو ته د مرستې راشن هم وركړې شو۔ دوئي ته د مرستې په لېږلې شوي شامان كښې خېمے ،پلاسټک میټس،کچن سېټ ، بالټي، کوېلټس، مېټس، ترپال شیټس او نور د ضرورت سامان شامل دے۔