د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلیٰ په امر ټوله صوبه كښې اړوندي محكمي الرټ دي۔صوبائی وزیر اطلاعات

پېښور 23 جولائي (اے پي پي) نګران وزیر اطلاعات بیرسټر فیروز جمال شاہ کاکاخیل وئيلي دي چې د خېبر پښتونخوا نګران وزیراعلیٰ په امر ټوله صوبه كښې اړوندي محکمې الرټ دي، نګران وزیر اعلی ځپليو سيمو كښې د ریسکیو او مرستي هلو ځلو پخپله څارنه كوي۔د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې نګران صوبائی وزیر بیرسټر فیروز جمال شاہ کاکاخیل صوبه كښې د بارانونو او سېلاب له امله په شوي ځاني او مالي زيان د افسوس څرګندونه كړي۔ نګران صوبائی وزیر مانسهرہ ضلع كښې د كور چھت راپريوتو په نتيجه كښې د ميرمن پشمول د درې كسانو په مړينه د غم دړد څرګندونه كړي۔ده ووئيل طوفانی بارنونو او سېلاب له امله چترال كښې زيان شوي۔ده ووئيل لوئر چترال كښې لويه مشینری رابطه سړكونو بحالۍ كښې بوښت ده۔