پېښور 17 جولائي (اے پي پي) د دفاع پخواني وزير او د پي ټي آئي پخواني لارښود پروېز خټك د خپل نوي سياسي ګوند نامه اعلان كړه۔ پروېز خټك چا چې د پي ټي آئي په دور كښې د كال 2013 نه تر كال 2018 د خېبرپښتونخوا وزير اعلٰې په توګه خدمات ترسره كړي د پي ټي آئي لخوا د غړيتوب په ختمېدو د “پاکستان تحريك انصاف پارليمنټرينز” په نامه د خپل سياسي ګوند اعلان وكړو۔ د اطلاعاتو له مخې د پارټۍ د نامې اعلان په دستوره كښې د 57 نه زيات پخوانو پارلماني غړو ګډون وكړو او پاکستان تحريك انصاف پارليمنټرينز كښې په باقاعده توګه شامل شول۔ په پاکستان تحريك انصاف پارليمنټرينز پارټۍ كښې پخوانے وزيراعلٰی محمود خان، پخوانې صوبائي وزير اشتياق ارمړ، پخوانې وزير ضياء اللہ بنګش، پخوانې ايم پي اے ملك واجد، ولسن وزير، ارباب وسيم، غزن جمال، شېراکبر خان، صالح محمد خان، عمران خټك، محمد يعقوب شيخ، شوکت علي او نور شامل دي