پېښور۔ 17 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيبلز ګوند خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سېكتر امجد خان آفريدي وئيلي دي چې راروانو ټول ټاكنو له د قومي او صوبائي اسمبلۍ كانديدانو پېپر ورك به ډېر زر ترسره كړې شي۔ هغه د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل پاكستان پيپلز ګوند ټاكنو لپاره چمتو دے٬ پارليماني بورډ كښې به د ټكټونو حتمي پرېكړه وكړؤ۔ ده ووئيل پيپلز ګوند …
د قومي او صوبائي اسبملۍ كانديدانو پېپر ورك به ډېر زر ترسره كړې شي ٬ د خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سېكتر

مزید خبریں
پېښور۔ 17 جولائی (اے پی پی) د پاكستان پيبلز ګوند خېبر پښتونخوا د اطلاعاتو سېكتر امجد خان آفريدي وئيلي دي چې راروانو ټول ټاكنو له د قومي او صوبائي اسمبلۍ كانديدانو پېپر ورك به ډېر زر ترسره كړې شي۔ هغه د ګل په ورځ په خپل يو بيان كښې ووئيل پاكستان پيپلز ګوند ټاكنو لپاره چمتو دے٬ پارليماني بورډ كښې به د ټكټونو حتمي پرېكړه وكړؤ۔ ده ووئيل پيپلز ګوند به خپل منشور٬ پروګرام او كاركردګۍ سره اولس ته ځي۔ ده هدايت وكړو چې د پي پي پي خېبر پښتونخوا تنظيمونه دې د ټاكنو تياري پېل كړي۔ ده ووئيل پي پي پي د بې وزله اولس ګوند دے او د اولس خوشحالي زمونږ خوشحالي ده٬ كاركنان دې د چيئرمېن بلاول بھټو زرداري مټې مضبوطې كړي او دده طاقت دے جوړ شي۔









