د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير مولانا عبدالواسع د جے يو آئي بلوچستان عمومي غونډه كښې ګډون لپاره زيارت ته ورسېد

كوئټه 12جولائی(اے پی پی)د جمعيت علماﺀ اسلام پاكستان مركزي مشر او د جے يو آئي خضدار امير مولانا قمر الدين او د جے يو آئي بلوچستان صوبائي امير او د هاؤسنګ اينډ وركس وفاقي وزير مولانا عبدالواسع د بلوچستان د جے يو آئي په عمومي غونډه كښې ګډون لپاره زيارت ته رسېدلے دے۔په زيارت كښې د دواړو لارښودو ترمينځه ملاقات شوې٬ په دې موقعه په ملكي او سيمه ايزو او د شريكې خوښی په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔