چټاګانګ ۔8جولائی(اے پی پی) د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په دويم يو ورځني كركټ مېچ كښې افغان اوپنرانو په زړه پورې بېټنګ كولو سره د 256 رنز ريكارډ پارټنرشپ كړې چې په نړیوال کرکټ کښې كوم هم وكټ لپاره د افغانستان تر ټولو لويے پارټنرشپ دے۔ تېره ورځ په ظهور احمد چوهدري سټېډيم ٬ چتاګانګ كښې شوي مېچ كښې د افغانستان اوپننګ بېټر رحمان الله ګرباز او ابراهيم زدران …
د افغان اوپنرانو په زړه پورې بېټنګ ٬ د 256 رنز ريكارډ پارټنرشپ
چټاګانګ ۔8جولائی(اے پی پی) د افغانستان او بنګله دېش ترمنځ په دويم يو ورځني كركټ مېچ كښې افغان اوپنرانو په زړه پورې بېټنګ كولو سره د 256 رنز ريكارډ پارټنرشپ كړې چې په نړیوال کرکټ کښې كوم هم وكټ لپاره د افغانستان تر ټولو لويے پارټنرشپ دے۔ تېره ورځ په ظهور احمد چوهدري سټېډيم ٬ چتاګانګ كښې شوي مېچ كښې د افغانستان اوپننګ بېټر رحمان الله ګرباز او ابراهيم زدران د بنګله دېشي باؤلرانو په ضد جارحانه بېټنګ وكړو۔ رحمان الله په 125 بالونو د 8 چھكو او 13 چوكو په مرسته 145 رنز جوړولو څخه وروستو آؤټ شو ۔ په دې تاريخي پارټنرشپ كښې ابراهيم زدران د خپلې برخې 79 رنز جوړ كړل او په انفرادي توګه يۍ 100 رنز جوړ كړل۔











