سكردو ٬ د سېلګرو ګاډي پېښې سره د مخ كېدو له امله پنځه تنه مړه ٬ دوه ژوبل شوي

ګلګت 07 جولائی (اے پی پی(سكردو څخه ديوسائي ته روان د سېلګرو ګاډې پېښې سره مخ شوې چې په نتيجه كښې يې پنځه تنه مړه او دوه ژوبل شوي۔پېښه د دوه ګاډو يو بل سره د ټكر كېدو او ژورې كندې ته د پرېوتو په نتيجه كښې رامخې ته شوې۔ د سكردو اېس اېس پي مرزا محمد حسېن له مخې په حق رسېدليو كسانو يوې كورنۍ سره تعلق لرلو۔ د پیښې له امله دوه تنه ژوبل شوي كوم چې آر اېچ كيو روغتون ته رسولې شوي دي۔د اېس اېس پي له مخې په ګاډي كښې 7 كسان ناست وو۔د دوه كسانو مړي راويستلې شوي او د نورو راويستلو لپاره رېسكيو عمليات روان دي۔