تورغر۔6جولائی(اے پی پی) وزيراعظم د تورغر بونېر سترې لارې ،بونیر کړاکړ رابطه سرنګ او تورغر بنېر آر-سی-سی پُل د بنياد تيګه كېښوده۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پَښتونخوا د تور غر ضلعې دوره وكړه۔ وزيراعظم ته په تورغر ضلع كښې د بېلو پرمختيائي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د تورغر بونېر سترې لارې ،بونیر کړاکړ رابطه سرنګ او تورغر بنېر آر-سی-سی پُل د بنياد …
وزيراعظم د تورغر بونېر سترې لارې، بونیر کړاکړ رابطه سرنګ او تورغر بنېر آر-سی-سی پُل د بنياد تيګه كېښوده

مزید خبریں
تورغر۔6جولائی(اے پی پی) وزيراعظم د تورغر بونېر سترې لارې ،بونیر کړاکړ رابطه سرنګ او تورغر بنېر آر-سی-سی پُل د بنياد تيګه كېښوده۔ د زيارت په ورځ وزيراعظم شهباز شريف د خېبر پَښتونخوا د تور غر ضلعې دوره وكړه۔ وزيراعظم ته په تورغر ضلع كښې د بېلو پرمختيائي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزيراعظم د تورغر بونېر سترې لارې ،بونیر کړاکړ رابطه سرنګ او تورغر بنېر آر-سی-سی پُل د بنياد تيګه كېښوده۔ وزیراعظم شهباز شریف په دې موقعه قبائلي مشرانو سره ملاقات وكړو۔ د اطلاعاتو وفاقي وزيره مریم اورنګزیب ، د وزيراعظم صلاحكار انجینئر امیر مقام او کېپټن (ر) صفدر هم په دې موقعه موجود وو۔ مشرانو سره خپلو خبرو كښې وزيراعظم ووئيل په تور غر ضلع كښې د سړکونو، پلونو او نورو منصوبو د بنياد تيګه اېښودلو سره به سيمه كښې د پرمختګ نوے دور پېل شي۔ ده ووئيل پخواني وزيراعظم نواز شريف په خپل دور كښې دلته تاريخي منصوبې پېل كړې وې كومې چې تېر حكومت معطل وساتلې۔ ده ووئيل د نواز شريف منصوبې به مخ په وړاندې بوتللې شي۔ په بجټ كښې دې منصوبو لپاره رقم بېل كړے شوے دے۔ وفاقی حکومت به د منصوبو سر ته رسولو كښې د صوبې مرسته كوي۔ وزیراعظم ته په بونېر كښې هم د بېلو پرمختيائي منصوبو په اړه بريفنګ وركړے شو۔ وزیراعظم شهباز شریف هدايت وكړو چې د بونېر او تور غر په پرمختيائي منصوبو دې د كار رفتار تند كړے شي او دا دې په ترجيحي بنيادونو سر ته ورسولې شي۔ ده ووئيل د معيار او سپېځلتيا به كومه سودا كولې نه شي۔










