اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د راتلونكي مالي كال 17-2016 د سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام له مخې په پي اېس ډي پي كښې د نېشنل هېلت ريګولېشنز اينډ كوآرډينېش ډويژن لپاره 30 ارب 65 كروړه 11 لكه 73 زره روپۍ بېلې كړی دي او په اي پي آئي پروګرام كښې به د صوبو برخه 5 اربه 70 كروړه روپۍ وي۔د پي اېس ډي پي د …
په پي اېس ډي پي كښې د نېشنل هېلت ريګولېشنز اينډ كوآرډينېش ډويژن لپاره 30 ارب 65 كروړه 11 لكه 73 زره روپۍ بېلې كړی شوې

مزید خبریں
اسلام آباد 03 جون (اے پي پي) وفاقي حكومت د راتلونكي مالي كال 17-2016 د سركاري څانګې كلن پرمختيائي پروګرام له مخې په پي اېس ډي پي كښې د نېشنل هېلت ريګولېشنز اينډ كوآرډينېش ډويژن لپاره 30 ارب 65 كروړه 11 لكه 73 زره روپۍ بېلې كړی دي او په اي پي آئي پروګرام كښې به د صوبو برخه 5 اربه 70 كروړه روپۍ وي۔د پي اېس ډي پي د جمعې پھ ورځ جاري شمېرو له مخې وفاقي حكومت د نېشنل هېلت سروسز 15 روانو پروژو لپاره 30 ارب 28 كروړه 22 لكه 83 زره روپۍ بېلې كړې دي۔نويو دريو پروژو لپاره 36 كروړ 88 لكه 90 زره روپۍ بېلې كړی شوي۔په دې دريو نويو پروژو كښې په اسلام آباد كښې كينسر روغتون جوړولو لپاره 30 كروړه روپۍ٬د ګلوبل فنډ د انتظام عمومي يونټ جوړولو لپاره 5 كروړه روپۍ او د ويكسين سپلائي د آپ ګرېډېشن اېن آئي اېچ څانګې لپاره يو كروړ 88 لكه 90 زره روپۍ بېلې كړی شوي۔په 15 روانو پروژو كښې جي اېم پي مسيرا٬د اېن آئي اېچ پراسيسنګ ليبارټري٬د اسلام آباد اي پي آئي پراختيا پروګرام٬نېشنل مينټل اينډ چائيلډ هېلت پروګرام٬پاپولېشن ويلفيئر پروګرام او د وزيراعظم د نېشنل هېلت انشورنس پروګرامونه شامل دي








