ډھاکه۔19جون(اے پی پی) د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ د جولائي په 5 مه نېټه كېږي۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه په يوازيني ټېسټ مېچ كښې كوربه لوبډلې بنګله دېش مېلمه افغان لوبډلې ته 546 رنزنو سره ماتې وركړې وه۔ د يو ورځني مېچونو سيريز پاتې مېچونه به په ترتيب سره د جولائي په 8 او …
د بنګلا دېش او افغانستان ترمينځه اولنې يو ورځنې ميچ د جولائي په 5 مه نيټه كيږي
ډھاکه۔19جون(اے پی پی) د بنګله دېش او افغانستان کرکټ لوبډلو ترمينځه په درې يو ورځني مېچونو د مشتمل سيريز اولنے مېچ د جولائي په 5 مه نېټه كېږي۔ دې څخه وړاندې د دواړو لوبډلو ترمينځه په يوازيني ټېسټ مېچ كښې كوربه لوبډلې بنګله دېش مېلمه افغان لوبډلې ته 546 رنزنو سره ماتې وركړې وه۔ د يو ورځني مېچونو سيريز پاتې مېچونه به په ترتيب سره د جولائي په 8 او 11 مه نېټه كېږي۔ د سيريز درې واړه مېچونه به په ظهور احمد چوهدری سټېډیم، چټوګرام كښې كولې شي۔ دې څخه وروستو د 2 ټي ټونټي مېچونو سيريز مېچونه به په ترتيب سره د جولائي په 14 او 16 نېټه كولې شي۔ دا دواړه مېچونو به په سلهټ ډسټركټ سټېډيم كښې كېږي۔











