اسرائيل فلسطين امن مذكراتو كښې د درېمګړي كردار تر سره كولو له چمتو يوو٬ چين

بیجنګ۔18اپرېل(اے پی پی)د چین د بهرنیو چارو وزیر چن ګانګ خپلو اسراییلي او فلسطیني همڅنګو ته ویلي چې زمونږ هېواد د دواړو هېوادونو (اسرائیل، فلسطین) ترمنځ د سولې خبرو كښې د درېمګړي او سهولت كار په توګه رول لوبولو له چمتو دے۔ د سعودي خبري اژانس د راپور له مخې ده له دواړو همڅنګو سره د ټیلیفوني خبرو په ترڅ کښې له دوی وغوښتل چې د سیاسي زړورتیا څرګندونه وكړي او د سولې خبرې بیا پېلولو لپاره ګامونه پورته کړي۔ چين په دې لړ كښې د مرستې او سهولت كار كردار ترسره كولو له چمتو دے۔ د چين د بهرنيو چارو وزير خپل فلسطيني همڅنګ رياض المالکي او اسراييلي همڅنګ ايلي کوهن ته ووئيل چې چين د دواړو هېوادونو ترمنځ په روانه ترېنګلتيا اندېښمن دے او زموږ تر ټولو مهمه ترجيح په حالاتو قابو موندل او د شخړې زياتېدو مخنيوې كول دي۔ ده په دواړو اړخونو زور راوړو چې هغوي زغم څخه كار واخلي٬ پارونكي اقداماتو او بيانونو څخه ډډه وكړي۔ د چين خارجه وزير په دې مهال د سعودي عربستان او ايران ترمينځه د سفارتي اړيكو په بحالېدو كښې د چين كردار پلو اشاره كولو سره ووئيل دا د خبرو د لارې په اختلافاتو د قابو موندلو يو ښه مثال دے۔