كوئټه 10اپرېل(اے پی پی)د كوئټې سيمې په سرياب سړك د چاودنې په نتيجه كښې څلور كسه ژوبل شوي۔د پوليس له مخې چاودنه هغه مهال وشوه كله چې د پوليس ګاډې د برماهوټل سيمې څخه تېرېدو چې په نتيجه كښې يې څلور كسه ژوبل شوي۔ژوبل شوي طبي مرستې لپاره نزدې روغتون ته وړلے شوي او پوليس سيمه په ولقه كښې اغستو سره پلټنې پېل كړې دي