پېښور ۔ 8 اپرېل(اے پی پی) د خېبر پښتونخوا ګورنر حاجي غلام علي وئيلي دي چې د موجودہ آئینی او سیاسی بحران حل په ګرد هېواد كښې په يوه ورځ ټاكنو كولو سره تړلے دے ٬ په هېواد كښې په يوه ورځ ټول ټاكنې كولو له دې ټول سټېك هولډرز په متفقه توګه معاملات ترسره كړي۔ ميډيا سره خبرو كښې ګورنر حاجي غلام علي ووئيل سپريم كورټ چې څه وائي هغه خو به منل وي بياهم په خېبر پښتونخوا كښې د روزانه په بنياد د ترهګرۍ پېښې رامخې ته كېږي٬ د فوري ټاكنو غوښتنه كوؤنكې پي ټي آئي دې ووائي چې آيا په داسې حالاتو كښې د ټاكنو كمپائن چلول ممكن دي۔ ده ووئيل زمونږ په صوبه كښې داسې كومه ورځې نه تېرېږي چې په هغې كښې كومه ناوړه پېښه رامخې ته نه شي۔ ده ووئيل نېټه به زه وركوم٬ ټاكنې به وفاقي حكومت ٬ صوبائي حكومت او الېكشن كمېشن له كول وي٬ د نګران صوبائي حكومت خط ما الېكشن كمېشن او سپريم كورټ ته لېږلې۔ ده ووئيل د ټاكنو په اړه به مونږ له په ساړه مازغو پرېكړې كول وي۔ ده ووئيل اصل سټېك هولډر د صوبې اولس ٬ پوليس او عمله ده۔ ده ووئيل د ټاكنو غوښتنه كوؤنكي دې ووائي چې آيا په دې حالاتو كښې هغوي د ټاكنو كمپائن كولې شي۔؟ آيا دا مهال په وزيرستان ٬ كرم او نورو سيمو كښې ټول ټاكنې كول ممكن دي۔