پېښور ۔8 اپرېل (اے پی پی) په خېبر پښتونخوا كښې د وېړيا اوړو وېش مركزونه يو په دوه كړې شوي دي چې په نتيجه كښې يۍ د اوړو ترلاسه كولو له په احتجاجونو او په دې مهال رامخې ته كېدونكو ناوړه پېښو كښې زياتې كمې راغلې دې۔ د خوراك صوبائي څانګې وېنا ده چې د وېړيا سركاري اوړو وېش سره د اولس اړوندې ګيلې په وخت لرې كولې شي۔ د خوراك صوبائي محكمې له مخې د رمضان پېكج لاندې تر دې دمه 60 فیصده نه زياتو مستحقو كورنيو ته په درې تېلو مشتمل وېړيا اوړه وركړې شوي دي او د اوړو د وېش ټاكلې هدف به د روژې مباركې مياشتې په مهال ترسره كړې شي۔