صوابي٬يار حسېن بازار كښې د پوليس په ګاډي لاس بمي بريد٬اے اېس آئي شهيد٬ 2 اهلكار ژوبل

پېښور 07 اپرېل(اے پی پی)د صوابۍ په يار حسېن سيمه كښې په بازار كښې د ګزمې په مهال د پوليس په ګاډي لاسي بمي بريد كښې اے اېس آئي ساحر خان شهيد اوه دوه نور پوليس اهلكار ژوبل شوي۔د پوليس له مخې د صوابې په يار حسېن سيمه كښې په بازار كښې د روژه ماتې نه وړاندې د ګزمې په مهال په ګاډي كښې په ناست پوليس اهلكارو نامعلومو موټر سائيكل ناستو كسانو لاس بمي بريد وكړو۔په بريد كښې د اے اېس آئي ساحر خان شهيد او دوه كانسټيبل ګل نصب او اعجاز سخت ژوبل شوي۔ژوبل شوي پوليس اهلكار د مردان مېډيكل كمپليكس ته رسولې شوي۔د پېښې نه پس پوليسو په سيمه كښې د لټون عمليات پېل كړي