پېښور 07 اپرېل(اے پی پی)په پېښور كښې د تحريك آواز حق سيوري لاندې فوار چوك صدر كښې د اسرائيل په ضد احتجاجي مظاهره وشوه چې پكښې په ګڼ شمېر كښې كسانو ګډون وكړو۔د مظاهرې مشري د تحريك چيئرمېن جاوېد خان او نورو عهديدارو وكړه چا چې په لاسونو كښې پوسټرې او بينرز پورته كړې وې٬په دې موقع مظاهرچيانو ووئيل چې په فلسطيني مسلمانانو د اسرائيل ځواكونو ظلم او په اقصٰی جومات كښې د مونځ كونكو سپكاوي چې څومره هم غندنه وشي كمه ده۔ده په كشميري مسلمانانو د هند د ظم هم غندنه وكړه او نړيوالې ورورولۍ او د اسلامي هېوادونو نه غوښتنه وكړه چې په بې ګناه فلسطينيانو د اسرائيل د ظلم په ضد دې اقدامات پورته كړی شي