کوئټه۔6اپرېل(اے پی پی) د نېشنل ګوند مشر او پخواني اعلی وزير ډاكټر عبد المالك بلوچ د بلوچستان پخواني ګورنر جستس ريټائرډ امير الملك مېنګل سره د هغه په كور وليدل۔ په دې موقع اديب يار جان باديني هم موجود وو۔ په ملاقات كښې د سيمه ايزو ژبو ٬ ادب او د سياست په شمول د شريكې خوښې په چارو د خيالاتو څرګندونه وشوه۔