ماسكو 04 اپرېل(اے پی پی)روسيې وئېلي دي خارجه وزير سرګئ لاروف د روانې مياشتې په آخر كښې د امريكې خپل هم څنګ انټوني بلنكن سره ملاقات لپاره چمتو دے۔د چين خبري اژانس له مخې په ملګرو ملتونو كښې د روس مستقل استازې ويسيلي نيبنزيا وئېلي دي كه امريكې اوغوښتل نو د روسيې خارجه وزير سرګئے لاروف د نيويارك دورې په مهال د امريكې خپل هم څنګ سره ملاقات كولې شي۔د روسيې خارجه وزير د سلامتي كونسل دوو غونډو مشرۍ كولو لپاره به د اپرېل په 24 مه او 25مه نېټه نيويارك ته ځي۔