صوبائي حكومت له اولس سره کړې لوظونه ترسره كوي٬ صوبائي داخله وزير

کوئټه۔1اپرېل(اے پی پی)د کورنیو چارو صوبايي وزیر میر ضیاء الله لونګو ویلي، چې صوبائي حكومت له اولس سره کړې لوظونه پوره کوي، د پشین ګنج له اولس سره کړې لوظ هم ترسره كړے شوے او په دے د بلوچستان اعلی وزير مير عبد القدوس بزنجو او صوبائي كابينې مننه كوؤ كومو چې په دې مد كښې مرسته كولو سره د پشين ګنج د اولس پخوانۍ مسئله حل كولو سره دا ايجنډا پايې ته رسولې ده۔ دې ځايې څخه په جاري شوي يو بيان كښې مير ضياﺀ الله لانګو ووئيل چې د پشين ګنج دوكاندارانو ته به د معاوضې په مد كښې ډېر زر رقوم ادا كړې شي دغسې چې هغوي خپل روزګار بحال كړے شي۔ مير ضياﺀ الله لانګو وئيلي چې صوبائي حكومت په صوبه كښې کاروبار آسانولو او د كاروباري وګړو ستونزې لرې كولو له عملي ګامونه پورته كوي چې په زړه پورې نتيجې يۍ رامخې ته كېږي۔