كوئټه 31 مارچ (اے پي پي)د بلوچستان ګورنر ملك عبدالولي خان كاكړ د پخواني صوبائي محتسب او نوموړي قانون دان محمد واسيع ترين په مرګ د هغه كور ته لاړو او فاتحه خواني يې وكړه او د هغه ورور پراسيكيوټر جنرل بلوچستان ساجد خان ترين ايډووكېټ سره ئې د غمرازۍ څرګندونه وكړه۔د بلوچستان ګورنر د ارواښاد بخښنې لپاره دعا هم وكړه۔په دې موقع د پشين اېډېشنل ډپټي كمشنر حفيظ الله كاكړ او ډسټركټ پوليس افسر عبدالحليم اچكزئي هم موجود وو