کوئټه 31 مارچ (اے پي پي) د کوئټي بار ایسوسی ایشن صدر ملك عابد کاکړ ایډوکیټ جنرل سیکرټری چنګیز حئی بلوچ ایډوکیټ نائب صدر کوئټه محمد عباس کاکړ ایډوکیټ ،نائب صدر سریاب جهانزیب مری ایډوکیټ نائب صدر کچلاك سید نصیب الله آغا ایډوکیټ، جوائنټ سیکرټری ملك آحمد بلال کاکړ ایډوکیټ، فنانس سیکرټری عبدالله شیرانی ایډوکیټ، او لائبریری سیکرټری اسدالله اچکزئی ایډوکیټ د کوئټي پرېس کلب نوي ټاكلې شوي صدر عبدالخالق رند ، جنرل سیکرټری بنارس خان او نورو عهدادارو له مبارکي وركولو سره هيله څرګنده كړې چې نو ټاكلې شوي کابینه به په ښه او مثالی انداز كښې خپل خذمات ترسره كړي،اولسي مسئلي او د بلوچستان په نورو مسئلو مثبت انداز كښې به د بلوچستان اولس غږ پورته كړي او د صحافت په ميدان كښې به خپل او د بلوچستان لپاره مقام جوړ كړي۔