پېښور ۔30مارچ (اے پی پی) د خیبرپختونخوا حکومت د نوي تعلیمي كال په پېل كېدو ټولو سرکاري تعلیمي ادارو كښې د وړومبي نه تر 7اپریل د رخصتيو اعلان کړے ۔د جاري اعلامیه تر مخه د خیبرپښتونخوا په ټولو ضلعو كښې به تعلیمي ادارې كومې چې د ابتدائي وثانوي تعلیم خیبرپښتونخوا( اي اینډ ایس اي) په اختیار كښې دي د وړومبي اپریل نه تر 7 به بندې وي خو په دغه مهال د ادارو متعلقه عمله به موجود وي ٬ كومه به چې د وړيا كتابونو وركولو او د نوو ماشومانو د داخلو اندراج جاري ساتي۔