منیلا 30 مارچ (اے پي پي) فلپائن كښې د مسافرو بيړۍ كښې د اوور لګيدلو په نتيجه كښې 10 كسان مړه او 7 بې دركه شوي۔د امریکې ورځپاڼي نیویارك ټائمز له مخې د فلپائن کوسټ ګارډ د زيارت په ورځ ووئيل د اوور لګيدلو پېښه سوئيلي صوبي بیسیلن كښې د مسافرو بيړۍ لیډی میری جوئے تھری كښې تيره شپه رامخې ته شوي چې په نتيجه كښې ئې 10 كسان مړه او 7 بې دركه شوي دغسې ایمرجنسی ورکرز عملے 35 غړو پشمول 233 كسان بچ كړې دي۔د اوور لګيلدو سبب معلوم شوې نه دې او نه په بيړۍ كښې د ناستو كسانو شميره واضحه شوي۔