مدینه منوه 30 مارچ (اے پي پي) د لبنان وزیراعظم نجیب میقاتی د سعودی عرب مدیني منوري ښار ته رسيدلې دې،هغه په مسجد نبوی كښې نوافل ادا کولو سره د رسول(ص) په روضه حاضری وكړه۔د سعودی خبررسني ادارې له مخې د لبنان وزیر اعظم مدیني منوري ته رسيدو سره د ګورنر شهزاده فیصل بن سلمان بن عبدالعزیز،سيمه ايز کمانډر میجر جنرل فهد بن سعود الجهنی ، رائل پروټوکول آفس ډائریکټر ابراهیم بن عبدالله بری او نورو عهدیدارو د هغه هركلې وكړو۔دې نه پس نجیب میقاتی مسجد نبوی كښې نوافل ادا کولو سره د رسول (ص) په روضه حاضری وكړه۔