رياض 28مارچ (اے پی پی)په سعودي عرب كښې د عسير شمال په عقبه شعار سيمه كښې د بس په پېښه كښې 20 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي دي ۔د سعودي ابلاغ ذريعو له مخې پېښه هغه مهال رامخې ته شوه كله چې د بس بريك فيل شو او له امله د يو پل سره د ټكر نه پس اپوټه شو ٬ د دې نه پس په ګاډي اور ولګېدو۔په پېښه كښې 20 كسه مړه او ګڼ شمېر ژوبل شوي۔د سول ډيفنس ډلې٬هلال احمر او اړوند امنيتي چارواكي د پېښې ځاې ته رسېدلي او د مرستې هلې ځلې ئې پېل كړي۔دغسې مړي او ژوبل شوي كسان نزدې روغتونونو ته منتقل كړے شوي دي ۔