نائيجېريا٬د وسله والو كسانو په ډزو 5 كسه مړه شول

لاګوس 28مارچ (اے پی پی)په نائيجېريا كښې د نامعلومه وسله والو كسانو په ډزو 5 كسه مړه شوې دي ۔د چين خبري اژانس له مخې ځايې پوليس وئېلي دي د نائيجېريا نيم پوځي ايجنسۍ غړو پشمول ګڼ شمېر كسان د هېواد په سوئېلي امو رياست كښې نامعلومو وسله والو وژلي دي ۔د امو پوليس وياند هينري اوكوئے وئېلي دي د نائيجېريا سكيورټي او سول ډيفنس كور اهلكار په يو ګاډي كښې ناست وو۔وياند ووئيل په سيمه كښې امنيت زيات كړے شوے۔خو تراوسه كومې ډلې د بريد ذمه واري قبوله كړې نه ده۔