سوئيلي سوډان كښې د پاكستان امن ډلې اولس سيلاب څخه ساتلو حفاظتي بند لا مضبوطوي٬ ملګري ملتونه

اقوام متحدہ ۔28مارچ (اے پی پی) ملګرو ملتونو ویلي، چې په جنوبي سوډان کښې د پاکستان امن ډلې اوس سوؤنه كلوميټر اوږد ډائيكس (حفاظتي بند) لا مضبوط جوړوي دغسې چې اولس سېلاب څخه وساتلې شي۔ د يو اېن آفس لخوا په جاري شوي بيان كښې وئيلې شوي دي چې په كال 2021 كښې د اوبو كچه تر خطرناك حد زياتېدل پېل شؤ نو پاكستاني انجينئر انو د سوؤنكو كلوميټره اوږد حفاظتي بند جوړولو كار ذمه والي په خپله غاړه واخسته او د سېلابي اوبو مخنيوي له يۍ عارضي دفاعي بند جوړ كړو كوم چې اوس له مضبوطوي۔ د پاکستانی انجینئرز کمانډنګ آفیسر میجر وقاص سعید خان ووئيل مونږ په اولني پړاؤ كښې نزدې 88 کلومیټره اوږد ډائكس جوړ كړل۔ ده وئيل تېره مياشت مونږ د دې په لا مضبوطولو كار وكړو۔ ده ووئيل مونږ دا په درې نيم ميټره اوچتو دېوالونو كښې بدلوؤ كوم چې ګاډو او خلكو لپاره د سړك په توګه كارولې كېدې شي۔ سوئيلي سوډان لپاره د ملګرو ملتونو د مشن مشر هیروکو هیراهارا له مخې د مشن مقصد ہیومینټیرئن ، لوکل کمیونټیز او رياستي چارواكو سره همكاري په ځايې كول دي دغسې چې د سېلاب د لاسه د رامخې ته كېدونكو ستونزو كمولو له يوه بشپړه منصوبه وضعه كړې شي۔ د نړيوالې ادارې وېنا ده چې د ګھانا او منګولیا امن ډلې د ډائكس پرله پسې جاج اخلي او بلخوا انټرنېشنل آرګنائزیشن فار مائیګرېشن (آئی او ایم )، ورلډ فوډ پروګرام (ډبلیو ایف پی)، فوډ اېنډ ایګریکلچر آرګنائزیشن (ایف اے او)،یونیسف او د ملګرو ملتونو د كډوالو ادارې یو این ایچ سی آر د زرګونو په شمېر وګړو لپاره د څښلو پاكې اوبه ٬ خوراك او حفظان صحت سره اړونده مرسته برابر كړې ده۔