ریاض ۔28مارچ(اے پی پی) د سعودي عربستان د عسیر په قطبي سيمه عقبه شعار كښې د يو بس پېښې سره د مخ كېدو په نتيجه كښې 20 تنه مړه او يو شمېر نور ژوبل شوي دي۔ د سعودي رسنیو ویلي چې پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه كله چې بس د برېک د خرابېدو له امله له یو پول سره ټکر شو۔ دغې څخه وروستو په ګاډي اور ولګېدو۔ په پېښه كښې 20 كسان مړه او يو شمېر نور ژوبل شول۔ د هېواد د سول ډيفنس ډلې ٬ هلال احمر او اړوند امنيتي چاوراكي د ځايې ته ورسېدل او د مرستې كارروايۍ يۍ پېل كړې۔ مړي او ژوبل كسان نزدې روغتون ته منتقل كړې شوي دي۔